۱۳۸۸ مرداد ۲۷, سه‌شنبه

خبر


دسه شنبي په ورځ دهلمندوالي په مشري دجوړسوصحي کميسون له خواوالي اونورودولتي ادارومسولينودايميرجنسي دويني بانک ته دخپل وجودڅخه پنځه پنځه سوه سي سي وينه ورکړه.
دويني ورکولوپرمهال چي هلمندوالي محمدګلاب منګل مرستيال والي عبدالستارميرزکوال دولايت دمقام پراداري پرسونل برسيره دګڼودولتي ادارومسولينوبرخه لرله هلمندوالي چي دخپل وجودڅخه يي دويني بانک ته شيرينه وينه ورکوله ويي ويل لکه څرنګه چي ټاکني مخ په رارسيدودي نودولايت دمقام اداري دصحي کميسون په جوړيدوسره پريکړه وکړه چي په ټاکنوکي به دځينوپيښودقربانيانوسره پّه دي برخه کي دويني ور کولومرسته کيږي اويادکميسون هم په همدي موخه جوړسويدي نوموړي زياته کړه دويني په ورکولوسره دانسان وجوددبيلابيلوناروغيوڅخه نه يوواځي ساتل کيږي بلکي دصحت دسلامتي لپاره هم ګټه لري ښاغلي منګل پرټولووطنوالوږغ وکړچي تاسوبايددخپل وجودسالمه وينه دهغه وطنوالودژوندپّه ژغورولوکي وکاروي چي ويني ته سخته اړتيالري اوتاسي دويني په ورکولوسره ددنياواواخرت دښيګڼودبرخمن کيدوترڅنګ به دخپلونوروهغه ورونودژوندپه ساتلوکي چي ويني ته اړتيالري خپله ايماني دنده سرته رسولي وي
عامي روغتياريس ډاکټرعنايت الله غفاري په خپلوخبروکي وويل دويني ورکول دطب له نظره ډيرګټوردي اووجوددبيلابيلومختلفوناروغيودمبتلاکيدوڅخه ژغوري نوموړي روښانه کړه يادصحي کميسون چي دهلمندوالي په مشري جوړسويدي دټآکنوپه پروسه کي به دپيښي دعاجلوزخميانواوټپيانوسره دويني ورکولومرسته کوي ترڅومودويني په ورکولوسره دخپلووطنوالوژوندژغورلي وي

۱۳۸۸ مرداد ۹, جمعه

علاان

تاسوکولاشي جي هرورځ موږته په داشميره زنګ ووهي 0707 30 26 57 يميل ادرس دي
emali baryali.salhi@gmali .com نوخپل نظرونه راکوي

۱۳۸۸ مرداد ۳, شنبه

تصوير




تصوير




تصوير



تصویر



تصویر


تصویر


تصویر




تصویر


تصویر

تصویر


خبر


دهلمندپه مركزلشكرگاه كې دڅلورنيم كيلومتره سړك دپخولوكارپيل شو.
ديوه بل خبرله مخی په همغه ولايت کی ديرلسوه ۱۳۰۰ بی ځایه سوکورنیوته دخوراکی اوغیرخوراکی توکومرسته ترسره سوه نورحال په دی اړه زموږهمکارفریداحمدفرهنګ له هلمندڅخه راکوی.
يادسړك په لشكرگاه ښاركې دانگلستان هيواددنړيوالې پرمختيايي ادارې لخوادڅه باندې يونيم مليون امريكايي ډالروپه لگښت جوړيږي.
په همدې حال كې دڅه باندې ۱۳۰۰بيځايه شويوكورنيوسره دخوراكي توكواولبسې دمرستې لړى پيل شوه،اودنوروبيځايه شويوكورنيوسروې روانه ده.
ددغه سړك دكاردپيل پرمهال دهلمندوالي محمدگلاب منگل دشنبې په ورځ رسنيو ته وويل چې يادسړك دڅلورنيم كيلومتره اوږدوالي اوڅوارلس متره سورسره دكليوپراختيااوبيارغونې وزارت لخوادانگلستان هيوادپه مالي مرسته دڅه باندې يونيم مليون امريكايي ډالروپه لگښت جوړيږي.
دده په ويناچې ددغه سړك چارې به په راتلونكونهومياشتوكې بشپړې اوگټې اخيستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال كې دشنبې په ورځ په هلمندكې په سلگونوهغه كورنيوته چې دوروستيوجگړوله امله بيځايه شوي اومركزلشكرگاه ته راغلي دمرستولړى پيل شوه.دهلمنددوالي په ويناچې يادې مرستې دنړيوال خوراكي پروگرام اودكډوالودنړيوالې ادارې لخواچمتوشوې اوپه هلمندكې دبيړني كمسيون له لوري څه باندې ۱۳۰۰ هغه كورنيوته چې دوروستيوجگړوله امله بيځايه شوي هركورنى ته سل كيلوگرامه غنم،لس كيلوگرامه دال،غوړي ،مالگه،ترپالونه ،شړى ،كمپلې اونورتوكي وركول كيږي.
دده په ويناچې سروې دامهال هم روانه ده چې په بشپړيدوسره به يې نوروبيځايه شويوكورنيوته هم ورته مرستې وركړل شي.ديادونې وړده چې تيره اونى دهلمندشاوخوادوه زره كوچيانوته هم دغنمودويش لړى پيل شوه.

۱۳۸۸ تیر ۳۱, چهارشنبه

۱۳۸۸ تیر ۲۸, یکشنبه

خبر

دکلیودبیارغاونی اوپراختیاوزیرمحمداحسان ضیااودهلمندوالی محمدګلاب منګل د (۵۸) پرمختیایی پروژکراردادونه دیوی خبری ناستی په ترڅ کی لاس لیک کړه.
**************************************
ددی کرارداونودلاسلیکولوپرمهال هلمندوالی محمدګلاب و دی ګډی خبری ناستی ته ویناوکړه ویی ویل چه دغه (۵۸) پرمختیایی پروژی چه یوملیون اواوسوه امریکایی ډالرولګښت لری په بیلابیلوولسوالیولکه ناوی ګرمسیرنادعلی نهرسراج اودمرکزاړونده دبست په سیمه کی به داپروژی عملی کیږی ترڅوخلک ورځنی دژوندانه په هره برخه کی عظیمه ګټه تری پورته کړی. ورپسی دکلیودبیارغاونی اوپراختیاوزیرمحمداحسان ضیادخپلوڅرګندونوپه ترڅ کی زیاته کړه چه دغه پروژی به (۶۵۶)کلیوکی کارته ادمه ورکړی او(۲۴)زره کورنی به ترینه ګټه واخلی همدارازنوموړی زیاته کړه چه ددی پروژپه عملی کولوسره به زموږدهیوادد(۶۵)زره څخه زیات بی روزګاره کسان په کاروګمارل سی ترڅودخپلوکورنیولپاره حلاله نفقه لاسته راوړی ددی خبری ناستی په ورستوشیبوکی دځینورسنیودخبریالانووپوښتونوته دقناعت وړځوابونه ورکړل شوه

په هلمندکی دحزب اسلامی دګوندغړیو دحامدکرزی ددوهم ځل کاندیداتوری څخه دیوی پراخی غونډي پرمهال خپل ملاتړاعلان کړ.
دحامدکرزی دملاتړپه موخه یاده غونډه چه دلښکرګاه دتبلغانودجامع په نوم په دی جومات کی دحزب اسلامی ګوند دګڼ شمیرغړیوپه ګډون جوړه سوی وه پکی دتیروخت سابقه جهادی شخصتونوویناوی وکړی دغونډی دپیل پرمهال حفیظ الله حقیارپه خپلوخبروکی وویل رایه ورکول داسلام دموبین دین له نظره دهرافغان یواسلامی افغانی اووطنی مکلفیت دی اودټولوهیوادوالوڅخه یی په کلکه غوښتنه وکړه چه تاسوبایدداخپل موجوده فرستونه دلاسه ورنه کړی اوهغه چاته رایه ورکړی چه ددی پاکی خاوری اولس په دردکی ځان شریک بولی همدارنګه نوموړی روښانه کړه چه حامدکرزی هغه سترشخصیت دی چه ددی خاوری اوولس ددښمنانوپه وړاندی یی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی ترسره کړیدی اوهیچاته یی داجازه نه ده ورکړی چه دی خاوری اوولس دمادی اومعنوی شتمنیوداستفادی نه دی خپلو ناوړو هدفونوته ورسیږی.ده وویل موږپریکړه کړیده چه خپل رایه به حامدکرزی ته ورکووترڅوددی خاوری اوولس لپاره دخدمت کولوجوګه ووسی اورته دهوساژوندانه زمینه برابره کړی .ورپسی په وارسره عبدالوهاب حاجی زقوم خان حاجی دستګیراوادم صفت الله دغونډی برخوالوته ویناوی وکړی اوپه خپلوخبروکی یی دحامدکرزی ددوهم ځل کاندیداتوری څخه خپل غوڅ ملاتړاعلان کړ.

۱۳۸۸ تیر ۲۷, شنبه