۱۳۸۸ مرداد ۲۷, سه‌شنبه

خبر


دسه شنبي په ورځ دهلمندوالي په مشري دجوړسوصحي کميسون له خواوالي اونورودولتي ادارومسولينودايميرجنسي دويني بانک ته دخپل وجودڅخه پنځه پنځه سوه سي سي وينه ورکړه.
دويني ورکولوپرمهال چي هلمندوالي محمدګلاب منګل مرستيال والي عبدالستارميرزکوال دولايت دمقام پراداري پرسونل برسيره دګڼودولتي ادارومسولينوبرخه لرله هلمندوالي چي دخپل وجودڅخه يي دويني بانک ته شيرينه وينه ورکوله ويي ويل لکه څرنګه چي ټاکني مخ په رارسيدودي نودولايت دمقام اداري دصحي کميسون په جوړيدوسره پريکړه وکړه چي په ټاکنوکي به دځينوپيښودقربانيانوسره پّه دي برخه کي دويني ور کولومرسته کيږي اويادکميسون هم په همدي موخه جوړسويدي نوموړي زياته کړه دويني په ورکولوسره دانسان وجوددبيلابيلوناروغيوڅخه نه يوواځي ساتل کيږي بلکي دصحت دسلامتي لپاره هم ګټه لري ښاغلي منګل پرټولووطنوالوږغ وکړچي تاسوبايددخپل وجودسالمه وينه دهغه وطنوالودژوندپّه ژغورولوکي وکاروي چي ويني ته سخته اړتيالري اوتاسي دويني په ورکولوسره ددنياواواخرت دښيګڼودبرخمن کيدوترڅنګ به دخپلونوروهغه ورونودژوندپه ساتلوکي چي ويني ته اړتيالري خپله ايماني دنده سرته رسولي وي
عامي روغتياريس ډاکټرعنايت الله غفاري په خپلوخبروکي وويل دويني ورکول دطب له نظره ډيرګټوردي اووجوددبيلابيلومختلفوناروغيودمبتلاکيدوڅخه ژغوري نوموړي روښانه کړه يادصحي کميسون چي دهلمندوالي په مشري جوړسويدي دټآکنوپه پروسه کي به دپيښي دعاجلوزخميانواوټپيانوسره دويني ورکولومرسته کوي ترڅومودويني په ورکولوسره دخپلووطنوالوژوندژغورلي وي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر