۱۳۸۸ مرداد ۳, شنبه

خبر


دهلمندپه مركزلشكرگاه كې دڅلورنيم كيلومتره سړك دپخولوكارپيل شو.
ديوه بل خبرله مخی په همغه ولايت کی ديرلسوه ۱۳۰۰ بی ځایه سوکورنیوته دخوراکی اوغیرخوراکی توکومرسته ترسره سوه نورحال په دی اړه زموږهمکارفریداحمدفرهنګ له هلمندڅخه راکوی.
يادسړك په لشكرگاه ښاركې دانگلستان هيواددنړيوالې پرمختيايي ادارې لخوادڅه باندې يونيم مليون امريكايي ډالروپه لگښت جوړيږي.
په همدې حال كې دڅه باندې ۱۳۰۰بيځايه شويوكورنيوسره دخوراكي توكواولبسې دمرستې لړى پيل شوه،اودنوروبيځايه شويوكورنيوسروې روانه ده.
ددغه سړك دكاردپيل پرمهال دهلمندوالي محمدگلاب منگل دشنبې په ورځ رسنيو ته وويل چې يادسړك دڅلورنيم كيلومتره اوږدوالي اوڅوارلس متره سورسره دكليوپراختيااوبيارغونې وزارت لخوادانگلستان هيوادپه مالي مرسته دڅه باندې يونيم مليون امريكايي ډالروپه لگښت جوړيږي.
دده په ويناچې ددغه سړك چارې به په راتلونكونهومياشتوكې بشپړې اوگټې اخيستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال كې دشنبې په ورځ په هلمندكې په سلگونوهغه كورنيوته چې دوروستيوجگړوله امله بيځايه شوي اومركزلشكرگاه ته راغلي دمرستولړى پيل شوه.دهلمنددوالي په ويناچې يادې مرستې دنړيوال خوراكي پروگرام اودكډوالودنړيوالې ادارې لخواچمتوشوې اوپه هلمندكې دبيړني كمسيون له لوري څه باندې ۱۳۰۰ هغه كورنيوته چې دوروستيوجگړوله امله بيځايه شوي هركورنى ته سل كيلوگرامه غنم،لس كيلوگرامه دال،غوړي ،مالگه،ترپالونه ،شړى ،كمپلې اونورتوكي وركول كيږي.
دده په ويناچې سروې دامهال هم روانه ده چې په بشپړيدوسره به يې نوروبيځايه شويوكورنيوته هم ورته مرستې وركړل شي.ديادونې وړده چې تيره اونى دهلمندشاوخوادوه زره كوچيانوته هم دغنمودويش لړى پيل شوه.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر