۱۳۸۸ تیر ۲۸, یکشنبه


په هلمندکی دحزب اسلامی دګوندغړیو دحامدکرزی ددوهم ځل کاندیداتوری څخه دیوی پراخی غونډي پرمهال خپل ملاتړاعلان کړ.
دحامدکرزی دملاتړپه موخه یاده غونډه چه دلښکرګاه دتبلغانودجامع په نوم په دی جومات کی دحزب اسلامی ګوند دګڼ شمیرغړیوپه ګډون جوړه سوی وه پکی دتیروخت سابقه جهادی شخصتونوویناوی وکړی دغونډی دپیل پرمهال حفیظ الله حقیارپه خپلوخبروکی وویل رایه ورکول داسلام دموبین دین له نظره دهرافغان یواسلامی افغانی اووطنی مکلفیت دی اودټولوهیوادوالوڅخه یی په کلکه غوښتنه وکړه چه تاسوبایدداخپل موجوده فرستونه دلاسه ورنه کړی اوهغه چاته رایه ورکړی چه ددی پاکی خاوری اولس په دردکی ځان شریک بولی همدارنګه نوموړی روښانه کړه چه حامدکرزی هغه سترشخصیت دی چه ددی خاوری اوولس ددښمنانوپه وړاندی یی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی ترسره کړیدی اوهیچاته یی داجازه نه ده ورکړی چه دی خاوری اوولس دمادی اومعنوی شتمنیوداستفادی نه دی خپلو ناوړو هدفونوته ورسیږی.ده وویل موږپریکړه کړیده چه خپل رایه به حامدکرزی ته ورکووترڅوددی خاوری اوولس لپاره دخدمت کولوجوګه ووسی اورته دهوساژوندانه زمینه برابره کړی .ورپسی په وارسره عبدالوهاب حاجی زقوم خان حاجی دستګیراوادم صفت الله دغونډی برخوالوته ویناوی وکړی اوپه خپلوخبروکی یی دحامدکرزی ددوهم ځل کاندیداتوری څخه خپل غوڅ ملاتړاعلان کړ.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر